Friday, February 2, 2007

حفيظ الله امين




حفيظ الله امين
From Wikipedia

حفيظ الله امين چې د پغمان د قاضي خېلو په کلي کې زېږېدلی د يوه دولتي مامور ځوی وه. امين د کابل پوهنتون نه د شمېرپوهنې او فيزيک په څانګو کې بری ليک ترلاسه کړی او بيا وروسته په يوې لېسې کې د ښوونکي په توګه دنده درلوده.
په ١٩٥٧ کال کې چې کله ده يو تعليمي بورس وګاټه نو بيا امريکا ته ولاړ، هلته په کولمبيا پوهنتون کې د معلمۍ نورې زده کړو کې بوخت وه او د زده کړو د بشپړېدو نه وروسته هېواد ته راستون شو او هلته يې د ښوونکيو د روزلو په اداره کې په ښوونه بوخت شو. په ١٩٦٢ کال کې بيا د دوکتورا په نيت يو ځل بيا امريکا ته ولاړ، دا ځل دی د هېواد نه دباندې د افغانستان د زده کوونکو په ټولنه کې د لومړی ځل لپاره په سياست کې راننوت.
د زده کړې په وختونو کې چې کله نوموړی د لنډمهال لپاره د کولمبيا پوهنتون په انګړ کې د زده کوونکيو نړۍ کې اوسېده، دا هماغه مهال وه چې حفيظ الله امين د مارکسيزم سره پزړه پورتيا ومونده، که څه هم چې د شپېتو لسيزه د ګډوډۍ لسيزه وه چې هرڅوک د سياست په ډګر کې نه پرېښودل کېدل، خو د کولمبيا پوهنتون له پلوه کوم داسې خنډ نه وه.
په ١٩٦٥ کال کې حفيظ الله امين پرته د دوکتورا د اخيستلو بېرته خپل هېواد ته راستون شو او د انجونو په يوه لېسه کې يې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله. هغه ډېر ژر د افغانستان د خلق ډيموکراټيک ګوند غړی شو، او د همدغه ګوند يو ډېر وتلی لوړ پوړی مارکسيست خلقی شو.
ولسمشر سردار محمد داود لا د تر اوسه پورې کلابند وه او څرنګه چې حفيظ الله امين او دده ځينې نور ملګري د زندان نه خوشې شول نو نوموړي د کودتا قومنده په لاس کې واخيستله.
د سردار محمد داود خان د مړينې نه وروسته نو بيا د خلق ډيموکراټيک ګوند د افغانستان واکمن ګوند شو او په همدې توګه نور محمد ترکی چې په هغه وخت کې د ګوند مشر وه، ولسمشر وټاکل شو او حفيظ الله امين او ببرک کارمل د ولسمشر د لومړي وزير مرستيالان شول. په همدغه وختونو کې په هېواد کې د مارکسيستي او لېنېني اصلاحاتو د پلی کولو په غبرګون کې ډېر خلک ددوی مخې ته ودرېدل او د خلکو لخوا ګڼ شمېر بلواګانې وشوې.
د ١٩٧٩ کال په فبروري مياشت کې د متحده آيالاتو سفير آډولف ډبس په کابل کې ووژل شو او په همدې توګه د خلق ګوند په پرچم ګوند باندې برلاسي موندلې وه. کارمل چې د پرچم ګوند غړی وه نو د افغانستان نه دباندې اروپا ته ولېږل شو. د ١٩٧٩ کال د مارچ د مياشتې تر پای پورې حفيظ الله امين ښکاره کنټرول يې تر لاسه کړی وه چې بيا د ترکي لخوا د لومړي وزير دنده ورکړل شوه خو ترکی لا تر اوسه پورې خپله دنده درلوده.
په هېواد کې ګډوډۍ همداسې روانې وې او همدغه نوي رژيم د روسيې مرستو ته اړ وه. دا د ترکي او د ليونېد برېژنف تر مېنځ د ليده کاته وه چې د حفيظ الله امين د ګوښه کېدو پرېکړه وشوه.

د ترکي وژنه
وروسته له دې چې نور محمد ترکی بېرته کابل ته راستون شو نو د حفيظ الله امين نه يې وغوښتل چې د هغه سره وګوري. د حفيظ الله امين شرط دا وه چې که چېرته د روسيې سفير الېکساندر پوزانوف د ده د ژوند ضمانت وکړي نو دی به د ترکي سره به وګوري. دا ضمانت هغه ته ورکړ شوی وه خو د ايماندارۍ له مخې نه وه ورکړ شوی.
امين پدې پوهېده چې که د ترکي مقصدونه هر څه وي خو د هغه part of Amin to mislead Taraki.
کله چې حفيظ الله امين د خلکو ماڼۍ ته راغی نو په دغه وخت کې ډزې وشوې. امين جوړ روغ د دې ځای نه په تېښته بريالی شو، بيا لږه شېبه وروسته حفيظ الله امين د خپلو پلويانو سره ماڼۍ ته راستون شو او د ماڼۍ يو ساتندوی ته يې امر وکړ چې ترکی بندي کړي.
په ۱۴ د
سېپټمبر, ١٩٧٩ کال کې امين د حکومت واک په خپل لاس کې ونيوه. يو څو ورځې وروسته د حفيظ الله امين حکومت داسې اعلان وکړ چې ترکی د يوې "ناجوتې ناروغۍ" له امله مړ شو.

د افغانستان د جمهوريت ولسمشر ( سېپتمبر ١٩٧٩ – ډېسمبر ١٩٧٩)

د حفيظ الله امين د ولسمشرۍ په وخت کې د افغانستان د خلق د ډيموکراټيک ګوند بېرغ.
د سي آی اې CIA د جاسوسۍ تور
د لومړي ځل لپاره د شوروي حکومت او رسنيو په حفيظ الله امين د سي آی اې د جاسوس تور ولګاوه، دا يو داسې تور وه چې په امريکا او په نوره نړې کې په شک سره ورته کتل کېدل. ددغې ادعا په وړاندې يو بل قوي دليل دا وه چې حفيظ الله امين تل په خپلو رسمي غونډو کې او نورو ځايونو کې د شوروي د سوسياليستي هېواد سره دوستانه اړيکې ښودلې. او بيا وروسته د هغه د مړينې نه او د هغه د دوه ځامنو د مړينې نه، د حفيظ الله امين د ښځې له قوله داسې وييل کېدل چې هغې غوښتل چې خپل د بچيانو سره شوروي اتحاد ته ولاړه شي، ځکه چې د هغې خاوند تر اخره پورې شوروي اتحاد ته وفاداره وه.

No comments: